روسي رسنۍ وایي، چې په دې هېواد کې د ایران ځانګړی سفیر په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې په وروستیو حالاتو غږیدلي.
د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د روسیې پر فعالیتونو شک لري او د طالبانو په ملاتړ یې تورنوي.
د وسله والو طالبانو قطر شورا روسیې ته ازادانه تګ راتګ کوي.